امنیت

پنځه تنه ځانمرګى يرغلګر د پوليسو له خوا ووژل شول

کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
پنځو تنو ځانمرګو يرغلګرو چې غوښتل يې نن د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ  د امنيې قوماندانۍ ته ننوځي، له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير عبدالله شيرزي باخترآژانس ته وويل: دغه يرغلګر چې په دوو کرولا او نسيان موټرونوکې سپاره وو، هلې ځلې وکړې چې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته ننوځي چې دپوليسو له خوا ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې څلورتنه پوليسان او دملي امنيت يوکارکونکى
هم شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته