ټولنه

د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغامونه .

کابل باختر د زمري  دريمه :
دکابل ښار ددهمزنګ  په چوک کې دپرونۍ خونړۍ اومرګانۍ پيښې دشهيدانو دکورنيو په نامه باختراژانس ته د ډاډګيرنۍ او همدردۍ پيغامونه رارسيدلې دي
په پيغامونو کې ددغې زړه بوږ نوونکې پيښې عاملان ملي اواسلامي ارزښتونو ته پردې  کسان بلل شوي دي او له حکومت څخه غوښتنه شوې ده چې په جديت سره  دې دغه موضوع تعقيب کړي او دخلکو قاتلان دخپلو غير انساني او غير اسلامي عملونو په سزا ورسوي .
په همدې ترتيب په دغو پيغامونوکې ويل شوي دي چې خلک هم رسالت لري چې دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره چې تل د ډار اچوونکو پرخلاف دجګړې په دګر کې دي همکاري وکړي او دمشکوکو  ، پردي پالو  اودافغانستان دخلکو وينې ته دتږو کسانو په پيژندنه کې دهېواد له امنيتي او دفاعي بنسټونو سره مرسته وکړي .  او دملي وحدت دستنو دلازيات ټينګښت په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
دغه پيغامونه دکار ،ټولنيزو چاروشهيدانو او دمعلولينو وزارت دمشرتابه هئيت ، دافغانستان دکارګرانو او کارکوونکو دملي اتحاديې دځينو مدني او ټولنيزو بنسټونو ، ښوونځيو اودسياسي ګوندونو و سازمانونو اوشوراګانو له خوا رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته