امنیت

په قندهارکې يو طالب ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧
په قندهار ولايت کې پرون له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو.
په دې جګړه کې چې د معروف ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونښته؛ يوبل طالب هم ټپي شو.
د قندهار د والي ويندوى دواخان مينه پال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دغه جګړه د قندهار ولايت د معروف ولسوالۍ د کرز په سيمه کې ونښته چې له امله يې يو طالب ووژل شو او يوبل طالب ټپي شو .
جګړه هغه وخت ونښته چې طالبانو په هغو امنيتي ځواکونو چې په دغه ولايت کې دګزمې په حال کې وو؛ بريد وکړ.
په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته