ټولنه

د ښځې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر دکب څوارلسمه:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين پرون د ښځې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسموکې وينا وکړه او د دغې ورځې له امله يې د هيواد ټولو ښځو ته مبارکي وويله .
په دغومراسموکې چې يو شمېرښځو، په پارلمان کې د خلکو استازو، د ښځو د چارو وزارت استازي او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت رييسانو ګډون کړى و؛ د اطلاعاتواو فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دټولنې په بېلابېلو برخوکې د ښځو دکارنده رول په اړوند خبرې وکړې او د مور ، خور ، ميرمنې او لور په توګه يې د ښځې د شتون يادونه وکړه او ويې ويل: له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې لا تراوسه پورې د ښځو پرخلاف ډول ډول تاوتريخوالى شتون لري؛ نه يواځې بدني تاوتريخوالى بلکې سپکاوى، تحقير، د زده کړې له حق څخه بې برخې کول او نور رواني تاوتريخوالي.
د اطلاعلاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې خپل حق ته د رسيدو په خاطر بايد پرله پسې مبارزه وکړو. د مطبوعاتو او د جوماتونو د منبرونو او د نورو امکاناتوپه وسيله د تبليغاتو له لارې تر څو وکولاى شو هغه څه چې له تيرو وختونو څخه زموږ په فرهنګ کې رسوب کړي دي او يا د جګړې دکلنو د عصبي او روحي ګوزارونو زيږنده دي؛ له مخه يوسو.
ډاکتر رهين له يوشمېرميرمنو څخه ګله وکړه چې خپل ميړونه او پلرونه له هيواد څخه وتلو او په بهرکې ژوندانه ته هڅوي. په داسې حال کې چې دغه هيواد په اوس وخت کې زموږ هروګړي ته احتياج لري.
ډاکتر رهين زياته کړه چې په افغانستان کې څه د پاسه ديرش کاله د جګړې شرايط و او زموږخلک له لسګونو ستونزو په تېره بيا له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او له ميرمنوڅخه يې هم وغوښتل چې په زغم او حوصلې سره له خپلوکورنيو په تېره بيا له خپلوميړونو سره د ژوندانه په لاره کې د سفر رښتيني  ملګري وي اوله داسې خواهشاتو څخه چې د دوى له اقتصادي توان څخه بهر دي؛ ډډه وکړي او دغه راز ښځې يې د ستاينې او درناوي وړ وبللې.
دغه راز په دې غونډه کې د مشرانوجرګې د ښځو د کميسيون رييسې صديقې عالمي بلخې په بېلابېلوبرخوکې په ټولنه کې د ښځو د رول په باب معلومات  وړاندې کړل او ويې ويل چې په نړۍ کې ښځو ډير ستر ميړني شخصيتونه ټولنې ته وړاندې کړي دي.
په دغومراسموکې د ښځو د چارو وزارت د جندر سلاکارې د ښځو د چارو د وزيرې پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې د ښځو د يو لړ ستونزو او د هغوى د برياليتوبونو اوبدلونونو د بيانولوپه ترڅ کې له هغوى څخه غوښتل شوي دي چې په را روانوانتخاباتوکې ونډه واخلي او د خپلې راى له حق څخه دې استفاده وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت هم په هيواد کې د ښځو د لارې پرسر د پرتو خنډونو په اړوند معلومات  ورکړل او ويې ويل چې د ښځې د ورځې د نمانځنې هدف د ښځې دلوړ مقام درناوى دى او د مارچ اتمه د ټولې نړۍ د ښځو د نړيوال پيوستون او اتحاد ورځ ،د آزادۍ،  برابرۍ سولې او دموکراسۍ په لاره کې د مبارزې لپاره ده. 
وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي او اداري رييس ظاهرحسن هم د اسلام د مبين دين له پلوه په ټولنه او کورنۍ کې د ښځې د ارزښت په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د لوى خداى ( ج ) په وړاندې د ښځې او نارينه توپير د دوى په تقواکې دى.
د هيواد محبوب شاعر عزيز آسوده هم يو شعر چې د ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت يې برابر کړى و؛ ولوست .
دغونډې په پاى کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د موسيقى د رياست سندرغاړو هم د مارچ د اتمې په مناسبت  کنسرت ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته