روغتیا

د کرونا څلور مثبتې پېښې په ننګرهارکې ثبت شوې

کابل / د وري ٢٤مه / باختر
په ننګرهارکې د کرونا ويروس ٤ نوې پېښې ثبت شوې.
درې ناروغان د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي او يو يې د لغمان اوسېدونکى دى. په دې سره په ننګرهارکې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر اتو ته ورسېد.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې په ننګرهار کې موجودو لابراتوارونو د لسګونو مشکوکو پېښو له څېړنې وروسته څلور تنه په کرونا ويروس اخته  تشخيص کړل.
هغه وويل: دغه ناروغان په جلال آباد کې د کرونا ويروس د قرنطين او درملنې په ځانګړي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.
مخکې له دې په ننګرهارکې د کرونا ويروس ٤ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې له دې جملې څخه ٢ ناروغان مړه شوي دي او نور يې تر درملنې لاندې دي .
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر  ٥٥٥ تنه اعلام کړ او ويې ويل چې سلګونه نوې او مشکوکې پېښې تر څېړنې لاندې دي.
په ننګرهارکې د دغو څلورو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٩ ته لوړ شو.
په افغانستان کې کرونا تراوسه د ٢٠ تنو ژوند اخيستى دى.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته