امنیت

دطالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو

کابل باختردزمري دمياشتې ١ :
دوسله والوطالبانو دډلې يو قوماندان له دريو تنو ساتوونکوسره يې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان نعمت الله چې وسله والو مخالفينو ته  د وسلو اومهماتو د برابرولو او ويش، دپوځيانو دبريدونو دطرحه کولو اوپه واټونو کې دماين ښخولو مسووليت په غاړه درلود؛ له دريو تنو ساتوونکوسره يې دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دخاصې قطعې دافرادو دعملياتو په بهيرکې ونيول شو اوله هغوى څخه سپکې او درندې  وسلې او د وسايطو ضد څوماينونه هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته