امنیت

د ملي اردو څلور تنه سرتيري په زابل ولايت کې شهيدان شول

کابل باختردزمري دمياشتې ١ :
دملي اردو څلور تنه سرتيري پرون د زابل ولايت په يو واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
د زابل ولايت امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونى باخترآژانس ته وويل :
دملي اردو ځواکونو يو موټر ددغه ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې دګزمې په وخت کې په  واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت او دچاودنې له امله يې دملي اردو څلور تنه سرتيري شهيدان اويوبل سرتيرى ټپي شو.
د زابل ولايت امنيه قوماندان زياته کړه: پرون په يوه بله پيښه کې د زابل ولايت په مرکزپه سپين اغبرګه ساحه کې د ناټو دځواکونو د اکمالاتي وسايطو دوه تنه چلوونکي د وسله والو طالبانو له خواپه ډزسره ووژل شول.
ده وويل: يرغلګر له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي اوپوليس يې په لټه کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته