امنیت

په کندز کې يوسلو پنځوس تنه سرتيري او ساتنمنان له روزنيزې دورې څخه فارغ شول .

کابل باختر دکب پنځلسمه :
  يوسلو پنځوس  تنه سرتيري  او ساتنمنان  په کندز ولايت کې له يوې روزنيزې  دورې څخه فارغ شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت پرون دکندز  ولايت دپوليسو په روزنيز  مرکز کې جوړه شوې وه  ، دکندز والي عبدالجبار نعيمي  وويل چې دغوسرتيرو اوساتنمنانو دنشه يي توکو  دکرکيلې ، توليد او قاچاقو سره دمبارزې دڅرنګوالي  او هم دخپل سريو او بې نظميو دمخنيوي لارې  چارې په مسلکي توګه زده کړي دي .
په دې غونډه کې دغه راز دکندز ولايت دپوليسو دروزنيز مرکز قوماندان سمونمل  زبردست  صافي ، دکندز  ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي او ددغه ولايت  دولايتي شوراغړي  امر الدين ولي خبرې وکړې او له خلکو څخه يې وغوښتل چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره دې همکاري وکړي چې دکندز ولايت په ګوټ ګوټ کې بشپړ اوسراسري   امنيت تامين شي .
په پاى کې يوه فارغ دنورو په استازيتوب ژمنه وکړه چې هېواد او خلکوته دخدمت په لاره کې به له هيڅ  راز هڅو او هاند  څخه ډډه ونه کړي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته