امنیت

دهلمند په امنيتي واحدونو کې دسلګونو تنو خيالي سرتيروپيژندل .

-کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دهلمند په امنيتي واحدونوکې په سلګونو تنه خيالي سرتيري پيژندل شوي دي
  دهلمند والي وايي چې ددغه ولايت په پوځي  واحدونوکې دخيالي سرتيرو په پاره کې ددوى څيړنې هماغه شان دوام لري .
دهلمند دسيمه ئيزو مقاماتو دڅيړنو له مخې تراوسه پورې ددغه ولايت په امنيتي واحدونوکې څه ناڅه  څلور سوه تنه خيالي سرتيري پيژندل شوي دي .
دهلمند والي حيات الله حيات دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددوى دڅيړنې په بهير کې تراوسه پورې ددغه ولايت په امنيتي  واحدونوکې څلور سوه تنه خيالي  سرتيري پيژندل شوي دي .
ده وويل چې په دې برخه کې څيړنې دوام لري .
دهلمند والي  وايي چې ددغه ولايت په امنيتي واحدونوکې دخيالي سرتيرو دشتون په پام کې نيولوسره په دغه ولايت کې دپوليسو تشکيلات پراخو اصلحاتو ته اړتيا لري .
ښاغلي حيات الله دا ونه ويل هغه پيسې چې ددغو خيالي سرتيرو له حقوقو څخه مياشت په مياشت ترلاسه کيږي دکوموکسانو په جيبونو کې ولويږي .     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته