کابل / دسلواغې ٢٩مه /باختر :
دکليو بيا رغاونې اوپراختيا وزارت په بادغيس کې ديوولسو لومړنيو ښوونځيو دجوړولوکار پرون بشپړ کړ.
دکليوبيا رغاونې او پرمختيا وزارت وياند فريدون آژند باختراژانس ته وويل چې دغه ښوونځي د ولسي تړون ملي پروګرام په آډانه کې د بادغيس په قادس ، مقر، جويند او دابکمري په ولسواليو کې جوړ شوي دي.
آژند زياته کړه چې د دغوښوونځيو په جوړيدو سره د دوه زره پنځه سوه نجونو اوهلکانو درسي ستونزې لرې شوې دي .
ختم_ ف _اکرم