کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
يو اسرائيلي هليکوپټر دفلسطين دغزې تړانګې په شمال کې غورځيدلى دى.
دحماس غورځنګ چې دغزې دتړانګې کنترول په لاس کې لري ادعا کړي ده چې دغه هليکوپټر دوى راغورځولى دى ، خواسراييلي پوځيانو په دغه هليکوپتر بريد
رد کړى دى او ويلي يې دي چې فني نيمګرتياد هغه دراغورځيدو سبب شوى دى.
دحماس خبرځايونو بي بي سي ته ويلي دي چې دغه هليکوپټر دغزې تړانګې په شمال کې دجياليا په ناحيه کې راغورځيدلى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ