کابل/ دثور۳۰ /باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه د کندزپه امام صاحب کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر آژانس خبریال ته وویل: د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس کلي کې تر سره شول ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢ نور یې ټپیان شول.
دغه راز په دغو عملیاتو کې بازارک باسوس ،عرب قشلاق، بتاش او مراد شېخ د ډار اچوونکو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
پای شکریه
8 د یوې دقیقې څخه لږ