فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري هيئت غونډه وکړه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اداري هيئت غونډه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ډاکتر کمال سادات په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ١٣٩٦کال د پرمختيايي پروژو د پړاوونو د بشپړولو او دغه راز د کاري کړنديتوب په باب خبرې وشوې. 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو څانګو رييسانو د چارو د ښه والي په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کاري بهير په ګړندي کولو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دغه وزارت په پام کې لري د نوي کال پرمختيايي بودجه د نورو کلونو په پرتله زياته ولګوي.
ده ټينګار وکړ چې د دغه وزارت رييسان مکلف دي چې له خپلو اړوندو ولايتي څانګو او په بهرکې د افغانستان له فرهنګي اتشو سره په اړيکه کې و اوسي او خپل کاري رپوټونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته