کابل باختر دمرغومې دمياشتې ٣
دانګلستان دفوټبال دلومړي لاس دټيمونو د سياليو په دوام تيره شپه آرسونال
او چلسي لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
دباختر آژانس دخبرله مخې : د دغې لوبې نتيجه د ليورپول د ټيم په ګټه شوه .
ځکه دغه ټيم دجدول په سرکې ځاى ونيوه او وروسته آرسونال او مانچسترسټي ټيمونه دي .
چلسي دتيرې شپې په نتيجې سره دجدول څلورم نمبرته نزول وکړ.
2 د یوې دقیقې څخه لږ