کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
په روزګان ولايت کې دپوليسو يو قوماندان دوسله والو طالبانو په بريد کې ټپي او ساتوونکي يې شهيد شو .
دغه پيښه پرون ناوخته ددهراود ولسوالۍ په بازار کې هغه وخت رامنځته شوه چې موټرسايکل سپرو يرغلګرو دپوليسو ديوې پوستې په قوماندان ډزې وکړې او وتښتيدل .
دروزګان ولايت ددهراود ولسوال امين الله خالقي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ډزو کې دولسوالۍ دبازار دپوستې قوماندان ټپي او ساتوونکي يې شهيد شو .
ده وسله وال طالبان ددغه بريد عالم وبلل اوويې ويل چې ديرغلګرو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي خو تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ