فرهنګ

درسنيو له لارې داسلامي اصولو پرخلاف دپروګرامونو دخپرولو دمخنيوي په اړوند خبرې وشوې .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
دجمهوري رياست سلاکار وزير وحيد الله سباوون  نن داطلاعاتو او فرهنګ له وزير عبدالباري جهاني  سره په کتنه کې دمبتذلو  پروګرامونو دخپرولو دمخنيوي په اړوند خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دجمهوري رياست سلاکار وزير ديوشمير رسنيو نومونه واخستل او څرګنده يې کړه چې ځينې رسنۍ په خپلو نشراتي پروګرامونوکې دافغاني فرهنګ داصالتونو او دملي ارزښتونو ساتنې ته پاملرنه  نه کوي .
ده تينګار وکړ چې بايد دهيواد ټولې رسنۍ چې داسلامي روان فرهنګ درواجولو مسووليت لري . خپلو خپرونو ته پاملرنه وکړي او دشريعت  له حکمونو سره سم او دخپلوژورنالستيکي  رسالتونو له مخې  عمل وکړي او دمبتذلو  پروګرامونو له خپرولو  څخه دې ډډه وکړي .
  دغه راز په دې کتنه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه چې په دې اړوند يوه پاليسي برابروي او درسانه يي بنسټونو له نظر غوښتنې وروسته به يې عملي کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته