کابل باختر د وري دمياشتې ١٥ :
د فريزبي ورزش په رسمي ډول په کابل کې پرانستل شو او د لسو ټيمونو په تشکيل سره يې په فعاليت پيل وکړ.
د المپيک د ملي کميټې د خپرونو مسوول منور شهزاد باختر آژانس ته وويل: دغه ورزش په ټول افغانستان کې زيات مينه وال لري .
د فريزبي ورزش بنسټ په پنځوسمه لسيزه کې په امريکا کې د التروفردريک له خوا کيښودل شو.
د فريزبي ورزش يوه په زړه پورې لوبه ده چې له پنځو بېلابېلو سبکونوڅخه جوړه شوې ده.
د ورزش دغه برخه د زړه او عروقي دستګاوو او د بدن د پياوړتيا سبب کيږي.
دغه لوبه په ټيمي ډول ترسره کيږي او هر ټيم د اوو غړو په لرلو سره د 100 x 37 مترو کې ترسره کيږي.
6 1 دقیقه لوستل