امنیت

په فيروز کوه ښارکې دسيمې يو اوسيدونکي دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دغور ولايت دمرکز  فيروز کوه ښار  د نهر کوه  سيند  دساحې يواوسيدونکى   دوسله والو طالبانو دډلې  ديوه سرګروپ له خوا وتښتول شو .
  دغور دوالي وياند  عبدالحي خطيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دسيمې دغه اوسيدونکى  دمرغاب  دوسله والو طالبانو  ديوه سرګروپ  مولوي  محمد يوسف له خوا له کور څخه يې  وايستل شواو په فيروز کوه ښار پورې اړوند غلمين  درې ته  ليږدول شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې وسله والو طالبانو  دده  دکور دلټولو په وخت کې  دده  يو کلاشينکوف هم له ځان سره وړى دى .
  ده زياته کړه چې تراوسه پورې  دنيول شوي سړي دبرخليک په باب معلومات نه دى ترلاسه شوى .
  دغور ولايت  امنيتي مقاماتو  دقضيې دعامل  د پيژندنې او نيولو په خاطر دپلټنې دعملياتو دپيل خبر ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته