امنیت

په جوزجان کې ديو اويا تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
دجوزجان ولايت دقرقين په ولسوالۍ کې دافغان پوځيانو دعملياتو په پايله کې  يو اويا تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول .
دجوزجان ولايت دقرقين ولسوالۍ  امنيه قوماندان امان الله باختراژانس ته وويل چې په تيرو اته څلويښتو ساعتو کې دامنيني منسوبينو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې له خواد جوزجان ولايت دمرديانو ولسوالۍ  لپاره دنومول شوي  ولسوال ملا جوره او ددوو تنو چيچنيانو په ګډون يواويا تنه  وسله وال طالبان وژل شوي او ديرش تنه نور ټپيان شوي دي .
دقرقين ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل چې په دغو عملياتو کې  طالبانو دتيلو دپلورنې يوه سراى اوڅودوکانونو ته  اور اچولى دى .
په دغو نښتو کې دقرقين ولسوالۍ او ددغې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ ودانۍ هم په قسمي ډول  ويجاړې شوې دي .
په دغو عملياتو کې لس تنه امنيتي منسوبان شهيدان او اته تنه نور ټپيان شوي دي او همدا اوس  ددغې ولسوالۍ په شاوخوا کې نښتې دوام لري .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته