روغتیا

چېن دعامې روغتيا له وزارت سره دسلو امبولانسونو مرسته وکړه

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دچېن ولسي جمهوريت داړتياوړ له ټولو وسايلو اوتجهيزاتوسره يې  دعامې روغتيا له وزارت سره دسلو امبولانسونو مرسته وکړه.
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل نن په کابل  کې دچېن دولسي جمهوريت له سفيرسره په يوه ګډه خبري غونډه کې  دچېن  ددغو وړيا مرستو له امله   دخوښي دڅرگندولو په ترڅ کې  هغه  په هيواد کې دامبولانس خدمتونو دښه والي په لاره کې يو ستر ګام وباله.
چېن  ددغو امبولانسونو دساتنې اوترميمولو مسووليت په غاړه اخيستي او ددغه هيواد يو تخنيکې ټيم په همدي مقصد  افغانستان ته راغلي دي چې ددغو امبولانسونو دترميمولو اوساتلو په برخه کې افغان انجينران اوتخنيکې کارکوونکې  وروزي   .
دغه راز چېن يوشميرافغان انجينران  او تخنيکې کارکوونکې  ددغه شان وسايطو دترميمولو دروزنې په خاطر چېن ته رابولي .
دعامې روغتيا وزيرې دهيواد په روغتيايي مرکزونو کې ددغو امبولانسونو دشتون ارزښت ته په اشاري سره وويل دعامې  روغتيا وزارت په پام کې لري  چې دغه امبولانسونه په  عادلانه ډول دهيواد ټولو ولايتونو اودمرکز په روغتونونو ويشي .
دى ددغو امبولانسونو مرسته  دامبولانس خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې ډير اغيزمن او ارزښتناک وبلل اوزياته يې کړه چې دغه امبولانسونه روغتيايي مرکزونو ته په لنډ وخت  کې دناروغانو اودپيښو دټپيانو په ليږدونه کې مهم رول لوبوي .
دغه راز په دې غونډه کې  په کابل کې  دچېن سفير شيوفي هم  دافغانستان له خلکوسره دخپل هيواد په زياتو مرستو تينګار وکړ او ويي ويل  ددغو امبولانسونو ټول ارزښت څلور مليونه ډالره ده چې له افغانستان سره دچېن ددولت او خلکو دقوي ژمنو ښکاروندى  دى .
چېن  دافغانستان دروغتيا په سکتورکې  له مهمو همکارو هيوادونو څخه دي چې مخکې په کابل ښارکې دجمهوريت روغتون ودانۍ جوړه کړې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته