سیاست

د سولې په چارو کې د دولت وزیر له محمد کریم خلیلي سره وکتل

کابل /دسلواغې ١٥مه / باختر:
د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د اسلامي یووالي ګوند له رهبر استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت دفترباختراژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لورو پر وروستیو بدلونونو او د سولې پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.
دغه کتنه د سولې لپاره د ملي اجماع د جوړېدو په موخه د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د ناستو په لړ کې وشوه.
پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته