امنیت

په قندهار کې دچانيزو عملياتو له امله اته تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ اوميوند په ولسواليو کې تيره شپه په ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو کې اته تنه  وسله وال طالبان ووژل شول .
  په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو دځواکونوله خوا دقندهار ولايت د شاه ولي کوټ اوميوند دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول  چې له امله يې اته  وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې ، ددغو عملياتو په بهير کې  څلور تنه موټرسايکلونه ، يوزيکو يو ، ددسي  توب يوه ګولۍ او اته ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته