اقتصاد

دسمنګانو په کانونو کې ددوه زره پنځه سوه تنو کارګرانو مصروفيت دعوايدو دزياتوالي سبب شوي دي.

 کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :
دسمنګانو ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې په ١٣٩٠ کال کې ددغه ولايت دډبرو سکرو عوايد څه دپاسه څلورسوه مليونه افغاني زياتوالي راغلي دي.
دسمنګانو دوالي ويندوى محمدصديق عزيزي باخترا ژانس ته وويل ددغه ولايت دډبرو دسکرو دکانونو امريت دبردره صوف  په ولسوالۍ کې  له دوو کانونو څخه په  ١٣٩٠ کال کې دډبرو سکرو دپلورني له پلوه څه دپاسه پنځه سوه يو نوي مليونه افغاني عايد ترلاسه کړي و.
ده زياته کړه چې دغه عوايد په ١٣٩٠  کال کي يو ملياردو افغانيو ته رسيدلي ده چي د ١٣٨٩ کال په پرتله څلورسوه نهه مليونه افغاني زياتي شوي دي  چي  په سلو کې نږدي شپيته زياتوالي ښيي.
عزيزي دعوايدو دلوړوالي علت  دقانون تطبيقول  دامنيت تامينول ، دسولې له بهيرسره  دوسله والو مخالفينو پيوستون  ددره صوف _ مزارشريف  سړک دپخولو کار پيل  دډبرو سکرو دکيفيت ښه والي او دلګښت کوونکو زياته غوښتنه بولي.
خبرځاى  څرگنده کړه که چيري دبر دره صوف  او کوز دره صوف  سړک قير شي او ددغو دوو ولسواليو دډبرو سکرو له کانونو څخه دسکرو راايستل پيل شي ددغه ولايت دډبرو سکرو عوايد به څو برابره لوړشي .
دبر دره صوف ولسوال احمدعلي حسيني دڅرگندونوله مخې  په دي ولسوالۍ کې دوه ستر کانونه شته  چې يويي ددهانه تور په سيمه کې اوبل يي په شباشک کې  دي  .
ده زياته کړه  همدا اوس څه د پاسه څلور سوه باروړونکي وسايط له دغو کانونو څخه دبلخ ، کابل ، جوزجان، کندز ، بغلان ، خوست ، ننګرهار  اودپروان ولايتونو او آن پاکستان ته دډبرو سکرو په ليږدوني بوخت دي.
حسيني زياته کړه په دي وروستيو وختو کې دوچکالي اغيزي ددي سبب شوي دي چې زيات شميرکارګران په دغو کانونو کې په کار وګومارل شي.
ده وويل چې تيرکال نږدي يو زرو پنځه سوه تنه  په دغو کانونو کې په کار بوخت وو خو اوس څه دپاسه دوه زره پنځه سوه تنه کارګران په دغو کانونو کې کارکوي اوپه همدي دليل دتيرکال په پرتله دډبرو سکرو را ايستل زيات شوي دي .،
احمد علي حسيني وايي ددغي ولسوالۍ دډبرو سکرو په دوو کانونو کې يوسلونوي خصوصي استخراجي تونلونه او دوه  تحقيقاتي  استخراجي تونلونه شته  چې هغه سکاره  چې ددولتي  کارګرانو په واسطه له دغو تونلونو څخه ايستل کيږي يوټن په دوه زره افغانيو پلورل کيږي  خو هغه سکاره چي دوګړنيو کارګرانو په واسطه  له يوسلو نوي خصوصي تونلونو څخه راايستل کيږي  يوټن يي ددولت له خوا په يوزرو پنځه سوه افغانيو محصول کيږي .
يوشميرموټر چلوو نکي چې دبر او کوز دره صوف له کانونو څخه سکاره ليږدوي دمزارشريف  ښار _ دره صوف  سړک دپخولو دکار دبهير له امله خوښي څرگندوي  خو، دايبکو _ دره صوف  سړک دخرابوالي له امله شکايت لري دوي وايي که چيري  دايبکو _ دره صوف سړک قير شي دوي په زياته اندازه دډبرو سکاره  ليږدوي .
دياونې وړ ده چې ددره صوف دډبرو سکرو کان په ١٣٤٥ کال کې دسيمې دخلکو له خوا کشف شو او  په  ١٣٤٦ کال کې دوخت دشوروي اودالمان دماهرانو  دسروي له مخي ددره صوف  په کانونو کې دډبرو سکرو اندازه يوسلو پنځوس  مليونه ټنه اټکل شوي  وو خو دکان چارواکي وايي چي اندازه يي  له اټکل شوي اندازي څخه زياته ده .
دچارواکو دمعلوماتو له مخې دهيواد په کچه  دډبرو سکرو کانونه دکمربند په ډول دهندوکش دغرونو دلړي په بيلابيلو طبقو کې دي چې له بدخشان ولايت څخه پيل تر تخار ، بغلان ، باميانو اوسرپل پوري غځيدلي دي او دهرات دسبزک ترکانپوري رسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته