امنیت

درې تنه طالبان د جوزجان د خلکو له خوا ونيول شول

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
درې تنه وسله وال طالبان نن د جوزجان ولايت د قوش تيپې د خلکو له خوا ونيول شول.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونمل عبدالحفيظ خاشي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د قوش تيپې خلکو پرون د طالبانو پرخلاف په يو پاڅون کې درې تنه وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ په شير بيګ کلي کې هغه وخت ونيول چې په سيمه ييزو جامو دغې ولسوالۍ ته ورغلي وو او غوښتل يې د امنيتي ځواکونو پرخلاف عمليات وکړي.
خبرځاى زياته کړه: دوى په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ په سيمو کې يې هم ورانکار فعاليتونه ترسره کړي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: درې ورځې مخکې هم امنيتي ځواکونو د شبرغان ښار د حسين نايبين په کلي د کمين په نيولو سره د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ونيوه او يو تن يې وواژه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته