ورزش

د شيوا او حبيبيانا ټيمونه لوبه کوي

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣١ :
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ  دټيمونو سيالۍ  نن مازيګر دشيوا او حبيبيانا دټيمونو په لوبې سره دوام کوي.
دکابل  دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ په يوې لوبې سره  دوام کوي  او په پرونۍ لوبه کې دمشعل  او د متحد افغان ټيمونو لوبه په يو يو ګول سره برابره پاى ته ورسوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته