کابل / د ثور ١٠ مه / باختر
په يوځانمرګي بريد کې چې نن سهار دکابل دريشخورو په ساحه کې ترسره شو درې ملکي وګړي ووژل شول.
د باختراژانس د خبرله مخې ، دغه پېښه نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د ملي دفاع وزارت دځانګړو ځواکونو قول اردو ته څېرمه رامنځته شوه .
امنيتي خبرځايونو ويلي دي چې بريدګر چاوديدونکي توکي په خپلو جامو کې ځاى پرځاى کړى و او ځان يې دملکي وګړو په منځ کې وچاوه.
ويل کيږي پرهغو کسانو چې دغه بريد ترسره شوه قرار دادي کارګران وو چې د کار په خاطر دغې قول اردو ته ننوتل .
دځانګړو عملياتو قول اردو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي په دې بريد کې درې ملکي وګړي ووژل شول او ٧ نور چې ملکي کسان و هم ټپيان شوي دي .
خود کورنيو د چارو وزارت وياند طارق ارين وايي په دې پيښه کې درې کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي . هغه وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل.
پاى ذ