سیاست

افغان حکومت : د بریتانیایي عسکرو له خوا له افغان ماشومانو څخه ناوړه استفاده په کلکه غندو

کابلباختردمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

  د افغانستان حکومت د هغه خپاره شوي خبر له مخې چې دوه بریتانیایي سرتېرو دوه افغان ماشومان هڅولي دي چې د جامو پر سر د دغو سرتېرو بدنونه لمس کړي، په ژوره توګه خواشینی شوی دی.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر له لارې د باختراطلاعاتي اژانس ته رسيدلى ده ويل شوى دي

 د رارسيدلو رپوټونو له مخې دوو بریتانیایي سرتیرو یو لس کلن هلک او یوه لس کلنه نجلۍ ناوړه جنسي اړیکو ته هڅولې دي او بیا یې د هغوی ویدیو نورو عسکرو ته ښودلې ده.

د افغانستان حکومت د بریتانیایي سرتېرو دغه عمل غندي او هغه له اخلاقو او انسانیت څخه لرې عمل بولي.

د افغانستان حکومت د بهرنیو عسکرو له خوا د دا ډول مواردو له  ډیریدو څخه په ژوره توګه اندیښنه لري،او وایي که د دا ډول عـملونو مخه ونه نیول شي، په بهرنیو عســکروبه د افغانستان د خـلکـو باور کم او له هغوی  سره به یې همکاري کمزورې شي.

 

له دې امله دافغانستان حکومت د بریتانیا له حکومت څخه په ټینګار سره غواړي چې په دې اړه  عاجلې او جدي څېړنې وکړي او دغه دوه سرتیري دې مجازات کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته