کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٧ :
د خصوصي مطبعو او د سياحتي شرکتونو د څيړنې کميسيون د يوې غونډې په ترڅ کې يوشمېر مطبعې او سياحتي شرکتونه د قانوني سرغړونوله امله وتړل.
د خوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مسوول سيدکبيرشاه مياخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د خصوصي مطبعو او تروريستي شرکتونو د څيړنې کميسيون نن ١٠ مطبعې او ١٣ سياحتي شرکتونه د جواز د نه لرلو او يا د هغوى د کار د جواز د مودې د بشپړيدو له امله وتړل.
خبرځاى زياته کړه: ترهغه وخته پورې چې د دغو مطبعو او سياحتي شرکتونو خاوندان د خپل جواز د تمديدولو په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته مراجعه ونه کړي؛ د دوى دفترونه به تړلي وي .