ټولنه

تبصره

کابل باختر د کب  دريمه :
جوماتونه او منبرونه دسولې دغږ داوچتولو او دهمکارۍ او دخيريه چارو دترسره کولو لپاره دخلکو ديو موټې کولو په لاره کې اغيزمن ځايونه دي او دا ددين عالمان دي چې کولاى شي په دې نيک کار کې ګام واخلي او داسلامي ټولنې ترمنځ دورورولۍ اوهمغږۍ زمينه برابره کړي .
دباختراژانس مبصر ليکي: جمهور رييس محمد اشرف غني دتيرې  پنجشنبې په ورځ دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا له رييس او غړو سره  وکتل . دهيواد دعالمانو دسراسري شورا له رييس او غړو سره دهيواد دجمهور رييس دکتنې هدف په هيوادکې دروانوانکشافاتو په تيره بيا په افغانستان کې دسولې دټينګښت دڅرنګوالي په باب له هغوى سره سلامشورې دي .
دهيواد له عالمانو سره دجمهور رييس غني  کتنه په داسې حال کې کيږي چې په هيوادکې دسولې دټينګښت په مقصد دافغانستان ددولت هلوځلو زور اخيستى دى او دغه هلې ځلې له ښو نتيجو سره يوځاى دي .
ديادونې وړ ده چې له پيل څخه تراوسه پورې دافغانستان  د دولت ټينګار په دې مسئلې  باندې دى چې بايد دسولې بهير بين الافغاني  وي او دهمدې اصل له مخې  دولت  تل هلې ځلې کړي  دي چې له افغاني منابعو اوامکاناتو څخه  استفاده وکړي .
په دې لاره کې دهيواد له ديني عالمانو او دروحانيونو له ټولنې سره سلامشورې ځانګړى ارزښت لري ځکه  په افغاني ټولنه کې جوماتونه اومنبرونه اغيزمن ځايونه دي چې کولاى شي خلک دخير په چارو کې يو موټي کړي د هغوى ترمنځ يو والي او اتفاق رامنځته کوي کينه اوکدورت له دوى څخه لرې کوي ، ددوى ترمنځ سوله او ثبات پيداکوي ځکه اسلام دارزښتونو ، مصوونيت  ، وقار ، اتحاد  ، سولې او دزغم دين دى ،.   ددرک اوزغم دين دى او داعالمان دي چې دغه ارزښتونه اسلامي امت ته تعريفوي او هغوى رعايتولو ته يې هڅوي ..
په بل  اړخ کې ديني عالمان سترې دندې په غاړه لري نن ورځ په افغانستا ن کې جګړه او ناخوالې  داسلام په نامه ترسره کيږي .
اوسني ستونزې  چې افغانستان او دهغه خلک ورسره مخامخ دي بهرني اړخونه لري او  له بده مرغه دغې ستونزې دطالب له نامه او له ديني انګيزوسره پيوند خوړلى دى او بهرني استخبارات  ، ديني انګيزې ، ديني مدرسې او دمدرسو طالبان دخپلو لوړتيا  غوښتوونکو هدفونو وسيله ګرځوي اوګټه ورڅخه  اخلي او دافغانستان جګړه د څو تنو له ځانه جوړو شويو مفتيانو په انحصار سره جهاد بولي او د ماغزو په مينځلو او د واقعيتونو په تحريف سره له ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او د ډيورند له کرښې اخوا دديني مدرسو  له طالبانوپه تروريستي پيښو کې دافغانستان دخلکو پرخلاف له يونيفورم  پرته عسکرو په توګه کار اخلي .
دغه راز بهرني استخباراتي  سازمانونه دافغانستان پيښې  مذهبي توجيه کوي ، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک او دولت دديني ارزښتونو بنسټ ايښودونکي دي او دهغو دسيسو او توطيو قرباني کيږي چې داسلام په نامه طرحه کيږي چې په اصل کې له  دين سره دښمني ده او په دغه شان لوبو کې افغانان قرباني کيږي  . دلته  دديني عالمانو رول مهم ښيي هغوى بايد دمنبرونو اوجوماتونو ديني غونډو او دخپلو موعظو  له لارې واقعيتونه  خلکو ته  بيان کړي او هغه کسان چې داسلامي  قيافې ترشا دمسلمانانو دترور او دهغوى په هويت دګوزار کولو په لټه کې دي او غواړي چې له مسلمانانو سره دښمني وکړي افشا کړي .
ديني عالمان دانبياوو وارثان دي . دوى  په اوسنيو شرايطو  او حالاتو کې چې مسلمانان مشخصې  اړتياوې لري خپل غږ دمنبرونو او داسلامي غونډو له لارې اوچت  کړي اوخلک اخوت  سولې ورور ولۍ ، همکارۍ او له جګړې   او ورور وژنې څخه لرې  والې ته راوبولي او دلوى خداى ( ج )   په وړاندې خپل پور اداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته