روغتیا

د بغلان والي: پوليو له خپل ولايت څخه له منځه وړو

کابل باختر دوري اوومه :
د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پرخلاف د واکسين د تطبيق د پروګرام لومړۍ دوره نن په بغلان ولايت کې پيل شوه .
  د بغلان  والي عبدالحي نعمتي باختر آژانس ته وويل: په دې دوره کې د دغه ولايت په څوارلسو اداري واحدونوکې روغتيايي کارکوونکي دکور په کور ډول له پنځه کلنى څخه ښکته څه دپاسه درې سوه زره تنه ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسينوي .
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالعليم غفاري وويل چې د پوليو د واکسين په تطبيق برسيره به د ويټامين (اې) ټابليتونه هم ماشومانو ته هم ورکړ شي .
ده زياته کړه: له١٣٨٩کال څخه را پديخوا د پوليو کومه مثبته پيښه په دغه ولايت کې نه ده ثبت شوې، خو بيا هم تصميم دا دى چې په بغلان ولايت کې د پوليو ناروغي له منځه يوسو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته