کابل باختر دتلي درې ويشتمه :
يوه ښځه اويوسړى په جوزجان ولايت کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دنامشروع اړيکوپه تور په ډزو سره ووژل شول .
دجوزجان دوالي وياند رضا عفوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دوه شپې مخکې دشبرغان دعرب خانې په سيمه کې شوې ده .
ده وويل چې پوليسو په دې اړوند خپل تحقيقات پيل کړي دي تر څو ددغې پيښې عاملين وپيژني او ونيسي .
ختم_ سعيده _اکرم