امنیت

شپاړلس تنه داعشيان په ننګرهارکې په هوايي بريدکې ووژل شول

دجلال آباد ښار  باختر دلړم دمياشتې٢٦نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دداعش دډلې شپاړلس تنه غړي په هوايي بريد کې           ووژل شول.
په دغو داعشيانو پرون ناوخته  دکوټ، هسکې مينې  او د چين په  ولسواليو        کې بريدونه  وشول .
دننګرهارد والي وياندعطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛په دغوهوايي بريدونو کې  دداعش دډلې شپاړلس تنه غړي ووژل شول.
ده وويل؛ په دغو داعشيانودپوځيانو له خوا هغه وخت  بريد وشو کله چې په يو لړډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته