امنیت

د شهېدانو له وارثانو او ټپیانو سره مرسته وشوه.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې اته ويشتمه
د ماین پاکولو موسسې په همکارۍ په جګړو او د ماین په چاودنو کې د پنځلسوشهيدانوله کورنیو سره دخوراکي توکواوجامومرسته وشوه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د مرستو د وېش پرمهال وویل،دا مرستې د هغو کورنیو لپاره دی چې غړي یې په جګړو او د ماین چاودنو کې شهېدان او یا هم ټپیان شوې وي.
دده په خبره، نننۍ مرسته د اوو پېښو د پنځلسو قربانیانو له کورنيو سره وشوه چې هرې کورنۍ ته د درېو زرو امریکایي ډالرو معادل توکي ورکړ شول.
وحدت زیاتوي، که څه هم دا مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي خو په وينا يې چې زیانمو شویو کورنیو لپاره یې یو شمېر نور پروګرامونه هم په پام کې نیولي چې له مخې به یې تر ډېره ستونزې راکمې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته