کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
له پاکستان څخه له سلګونو راستنو شويو او اړو کورنيو سره په ننګرهار کې مرسته وشوه .
په دې مرسته کې نغدې پيسې ، خوراکي توکي او لګښتي مالونه شته چې دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې له خوا او دمرستنديو بنسټونو په همکارۍ برابرې شوې وې .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له پاکستان څخه له څلورو سوه راستنو شويو او اړو کورنيو سره د خوراکي توکو ، لګښتي مالونو او دنغدو پيسو مرسته شوې ده .
له بلې خوا هم دنړۍ دخوړو سازمان په ننګرهار کې له يوسلو پنځوسو بې وزلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ