ښوونه او روزنه

د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د استادانو د څيړنې لپاره کمېټه جوړيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٤ :
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د انسټيټوټونو د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو او څيړنو څرنګوالي غونډه نن د دغه معينيت د کنفرانسونو په تالارکې جوړه شوه.
د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د معين  پوهندوى رحيل محمد فورمولي په مشرۍ جوړه شوې وه؛ په بنسټيزو چاروکې  د افغانستان د اسلامي جمهوري رياست سلاکار ډاکترمحمد همايون قيومي  د نړيوال بانک، د (جي آى زيد) او د (کا.اف.ډبيلو) د موسسو استازو د هالند د واخنګن د کرنې پوهنتون د څانګې عمومې مسوول، د معينيت رئيسانو او د يوشمېر انسټيټوټونو آمرينو په ګډون ګدون کړى و چې د بېلابېلو او په تېره بيا د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د انسټيټوټونو د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو او څيړنې د څرنګوالي د موضوعګانو په باب خبرې اترې وشوې.
له هراړخيزو خبرو اترو وروسته پريکړه وشوه چې تر راتلوونکو دوو اوونيو پورې دې د دغه معينيت، نړيوال بانک او (جي آى  زيد) د موسسو د استازو په ګډون  د تخنيکي او مسلکي تعليماتو د استادانو د څيړنې لپاره د يو لارښود د ټاکنې په خاطر يوه کمېټه جوړه شي چې دغه کمېټه وکولاى شي استادان ارزيابي کړي او هغه استادان چې په انګليسي ژبې بشپړه واکمني لري؛ د ظرفيت د لوړولو په مقصد په لنډمهالو روزنيزو دوروکې هندوستان ته واستول شي او هغه استادان چې له انګليسي ژبې سره بلدتيا نلري؛ د هېواد تحصيلي مرکزونو  ته دې معرفي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته