امنیت

په فارياب کې د طالبانو درې تنه جګپوړي قوماندانان جنرال دوستم ته تسليم شول

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٥ :
د طالبانو درې تنه جګپوړي قوماندانان چې د فارياب ولايت په وروستيو نا امنيو کې کليدي رول درلود؛ له خپلو١٦٠ تنو افرادو سره د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ته تسليم شول.
ملا پيرم، محمد رسول او امين بيک تېره شپه ناوخته په فارياب ولايت کې  د جمهوري رياست د لومړي مرستيال استوګنځي ته لاړل او له خپلو١٦٠تنو افرادو سره له دولت سره يوځاى شول.
دغو قوماندانانو د غورماچ، المار او قيصار د ولسواليو په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونوکې په لاس پورې کولو سره په فارياب ولايت کې د بد امنيو ستر عامل بلل کيدل.
په پارلمان کې د فارياب د خلکو استازي ډاکتر فايق په خپلې انټرنټ پاڼې کې وليکل چې له دولت سره د طالبانو د قوماندانانو د پيوستون بهير دوام لري.
دى وايي: تر اوسه پورې په فارياب ولايت کې د طالبانو په لسګونو تنو قوماندانانو  د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په غوښتنه له جګړې او ورانکارۍ څخه لاس اخيستى  او عادي  ژوند  يې غوره کړى دى.
په فارياب ولايت کې د نا امنيو او د تروريستي ډلو د شتون او فعاليت له زياتوالي وروسته د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دغو ډلو ته خبر دارى ورکړ چې يا تسليم شي او يا به ووژل شي.
دغه تجربه لرونکى پوځي جنرال چې د افغانستان په شمال او شمال لويديځ کې زيات نفوذ لري؛ ويلي دي چې په فارياب، جوزجان او سرپل کې د بشپړ امنيت  تر تامينولو پورې به پايتخت ته را نه شي .
په همدې حال کې د فارياب او سرپل د ولايتونو پوځي مقامات وايي: د هغو تروريستانو د ځپلو لپاره پوځي عمليات چې عادي ژوندانه ته د راستنيدو نيت نلري؛ دغه راز دوام لري چې د دغو عملياتو په بهيرکې تر اوسه پورې تروريستي ډلو د سر زيات زيان زغملى دى.
د سرپل او فارياب امنيتي مسوولين وايي چې طالبان او نورې تروريستي ډلې  دغو ولايتونو ته د جنرال دوستم له سفر وروسته په ويره کې شپې سبا کوي او د دغو ډلوله شتون څخه ددغو سيمو تربشپړ پاکولو پورې امنيتي ځواکونه خپل پرمختګ ته دوام ورکوي .
په همدې حال کې په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې تروريستانو  د فارياب او سرپل له ولايتونو څخه د تيښتې په وخت کې دملکي وګړوکورونو ته اور اچولى او په ښځو او ماشومانو  يې  ډزې کړې دي.
د دغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو ته هم د سر زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته