امنیت

په ننګرهار کې کوکنار واړول شو ل

‘-کابل باختر د وري نهه ويشتمه : په ننګرهار ولايت کې په سلګونه جريبه ځمکه کې کوکنار واړول شول . دکوکنارو دغه کروندې د اچين ، بټي کوټ ، کوټ، خوږياڼيو او دروداتو په ولسواليو کې اړول شوي دي . دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې د وروستيو اته څلويښتو ساعتو په بهير کې په دغه ولايت کې په څه ناڅه اته سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار، دکوکنارو پرخلاف د کمپاين په بهير کې اړول شوي دي . په دې کمپاين کې د کرنې او له نشه يي توکو سره دمبارزې دادارې مسوولينو او امنيتي ځواکونو ګډون کړي و . سيمه ئيز مسوولين وايي چې دغه کمپاين به په ننګرهار ولايت کې دټولو کرل شويو کوکنارو تر اړولو پورې دوام وکړي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته