امنیت

وسله والو طالبانو يوتن په جوزجان ولايت کې وواژه

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
دوګړني پاڅون کوونکو دځواکونو يو پخواني قوماندان تيره شپه  په جوزجان ولايت کې يوسړى  په ډزو سره وواژه .
دخانقا ولسوال نقيب الله قادري دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه قوماندان دده ترامر لاندې له شپږو تنو افرادو سره  تيره شپه  دخانقا ولسوالۍ  دخان اباد عربيه په سيمه کې  دصديق  په نوم يوسړى  په ډزو سره وواژه اوله ساحې څخه وتښتيد .
خبرځاى زياته کړه: دغه قوماندان پخوا دخلکو دشکايتونو له امله له دندې څخه ګوښه کړى شوى و، امنيتي موظفينو ددوى دنيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته