ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې پنځه تنه ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٤ :
په هلمند ولايت کې په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ملکي وګړي اويو سرتيرى ووژل شول او  دملي اردو څلور تنه سرتيري او يو   ملکي   وګړى      ټپيان شول.
دهلمند ولايت دلويې لارې قوماندان سمونوال عبدالستار نوري دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې  دملکي وګړو يو سراچه ډول موټر دګرشک ولسوالۍ  په نهر سراج سيمه کې  دملي اردو له يوه موټر سره  ټکر وکړ.
دهلمند ولايت دترافيکو مدير  ميرزاخان روحاني دغه پيښه تائيد کړه او  ويې ويل چې دترافيکو پوليس يې دپيښې ځاى ته استولي دى.
په لښکرګاه ښارکې دايميرجنسي روغتون مسوولين وايي چې تراوسه پورې له دغې پيښې څخه  دملي اردو ددريو تنو سرتيرو په ګډون څلور تنه  روغتون  ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته