فرهنګ

دعامه کتابتونونو نوى رييس معرفي شو

کابل _ باختردکب شلمه :
دعامه کتابتونونو نوى رييس  نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دفرهنګي معين له خوا  اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شو .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي  په داسې حال کې چې ددغه وزارت يو شمير رييسان هم حاضر و  حميد الله شهراني  يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دعامه کتابتونونو درييس په توګه ددغي اداري کارکوونکو ته معرفي کړ .
  په دغو مراسمو کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين وويل  چې دعامه کتابتونونو نوى رييس  داداري اصلاحاتو اودملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون  دپروګرام  دازادي سيالۍ له لاري  په دې دندي ټاکل شوي دي .
ده  دعامه کتابتونونو  دکتابونو دساتنې او تنظيم په کار کې  دعامه کتابتونونو دپخو اني رييس  عبدالحميد نبي زاده دکړو وړو خدمتونو له امله قدرداني وکړه او ددغې اداري  له مسوولينو څخه يې وغوښتل  چې دعامه کتا بتونونو دچارو دښه والې  او دکتاب لوستلو دفرهنګ درواجولو په خاطر زياتي هلې ځلې وکړي .
دعامه کتابتونونو رييس  حميد الله شهراني په خبرو کې ټينګار وکړ چې دعامه کتابتونونو درياست  دسابقه  لرونکو همکارانو په مرسته هلې ځلې کوي چې ددغه مرکز دکاري چارو په ښه والې او وده کې کار وکړي .
دعامه کتابتونونو رياست  په ١٣٤٥ کال کې  جوړ شوي دي او اوس دهيواد په کچه څلور اويا نمايندګي او يا کتابتونونه لري او دمرکز په عامه کتابتون کې په  بيلابيلو ژبو  نږدي اتيا زره ټوکه  ډول ډول کتا بونه شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته