امنیت

په دايکنډي کې دڅلوروتنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

دايکنډي باختردمرغومي دمياشتې ٢نيټه :
څلورتنه وسله وال طالبان  پرون  په دايکنډي  ولايت کې دافغان پوځيانو په هوايي      بريد  کې ووژل شول .
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان  دپاتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ووژل شول .
ده وويل ؛ دغه هوايي بريد د ملي اردو دهوايي ځواکونوله خوا ترسره شو چې له امله يې درې تنه نور وسله وال طالبان هم  ټپيان شول .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته