امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :
څلورتنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دملي دفاع وزارت دځانګړې قطعې  دموظفينو دعملياتوپه بهيرکې ووژل شول.
دغه عمليات پرون د وسله والوطالبانو د ډلې دمشرانو د ځپلو په مقصد دکندزولايت دعيسى خان په سيمه کې ترسره شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
ددغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږتنه نوريې ونيول شول .
ويل کيږي، ددغو عملياتو په بهيرکې درې کلاشينکوفونه ، د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او يوه اندازه جنګي وسايل اوتجهيزات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته