کابل، د زمري٤مه، باختر
کابل ښاروالۍ د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند د ده عربانو سيمې د وردګيانو کوځې د کانکريټ اچولو کار بشپړ کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کابل ښاروالۍ د کار، ساتني او څارنې رييس مولوي عبدالحبيب په دې اړه وويل چې د وردګيانو کوڅې د کانکړيټ اچولو کار د١٥٦ مترو په اوږدوالي او په پاخه او اساسي ډول د ويالو جوړول د ٤٠٠ زرو افغانيو په لګښت بشپړ شوى دى او په راتلوونکي کې د سيمې د نورو کوڅو د کانکريټ اچولو کار پراختيا مومي.
دغه راز د سيمې خلک د دغې پروژې په اجرا کولو کې د کابل ښاروالۍ د کار قدرداني وکړه او له ښاري خدمتونو په محرومو ساحو کې د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
بايد وويل شي چې د دغو کوڅو په پخولو سره د خلکو ستونزې لرې کېږي.
\ ذ