سیاست

دمارشال محمدقسيم فهيم ددريم تلين د درناوي کميسيون غونډه وکړه

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢ :
د جمهوري رياست  دپخواني لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم ددريم تلين  ددرناوي دکميسيون لومړنۍ غونډه نن جوړه شوه .
دباخترآژانس دخبرله مخې :   دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رئيس  دملي وحدت دروحيې دپياوړتيا او دارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم ددريم تلين  دښه درناوي په مقصد  دملي دفاع وزارت دلوى درستيز سترجنرال قدم شاه شهيم په مشرۍ يو کميسيون موظف کړى دى.
دغونډې په پيل کې   سترجنرال قدم شاه شهيم خبرې وکړي اودکميسيون دغړو بنسټونو دندې يې مشخصې کړې او وروسته درايو په اتفاق  امنيتي ، فرهنګي ، تشريفاتو او دتدارکاتو  کميټې  وټاکل شوې .
په غونډه کې  دمارشال محمدقسيم فهيم دبنسټ رئيس اودملي امنيت دلوى رياست لومړى مرستيال اديب فهيم  ددغه شان غونډې د جوړولو لپاره دهېواد   له  جمهوررئيس څخه  دمنننې ترڅنګ وويل ؛ چې دمارشال بنسټ  له دغو کميټو سره  دهېواد په مرکز اوولايتونوکې همکارۍ ته چمتو دى.
دباخترآژانس لوى رئيس او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازى خليل مينوي  دفرهنګي کميټې د کاري استقامتونو او دهغه  دپروګرامونوپه باب معلومات ورکړل او ويې ويل  چې  دبيلابيلو فرهنګي پروګرامونو دترسره کولو ترڅنګ  ددرناوي د مراسمو خبري  پوښښ به ددولتي رسنيو له لارې خپاره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته