کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
په جوزجان ولايت کې نن دملاستار په مشرۍ ډله يوه ، يوولس کسيزه وسله وال مخالفين دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان سمونوال فقير محمد جوزجاني باختر آژانس ته وويل : دغه کسان چې مخکې دجوزجان ولايت دفيض آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت پرخلاف وو، اوس له دولت سره يوځاى شول .
دجوزجانې دڅرګندونو له مخې : دغو کسانو خپلې وسلې هم دولت ته وسپارلې.
ملاستار له دولت څخه وغوښتل چې په دغې ولسوالۍ کې دپوهنې او د روغتيايي خدمتونو شاملې پروژې عملي کړې .
د يادونې وړ ده چې دروان کال له پيل څخه تر اوسه پورې څه د پاسه درې سوه پنځوس وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شول او څه دپاسه دوه سوه تنه دسيمه ييزو پوليسو په ليکو جذب شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل