سیاست

تبصره

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
په داسې حال کې چې د جمهوري رياست دواړه نوماندان دانتخاباتو په بهير کې دستونزو دحل کولو ، دملي وحدت ديوه حکومت دجوړولو او د ټولو سياسي شخړو دله منځه وړلو په باب موافقې ته ورسيدل؛ په دې موافقه ليک کې د ځينو ستونزو دشتون په باب نارې سورې پيدا شوې دي .
اوسني حالت ته په پاملرنې سره دغه تکى بايد دخلکو برخليک ترخپل کنترول لاندې ونه نيسي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دجمهوري رياست د دواړو نوماندانو وروستۍ موافقې او ددغو دواړو دګډې اعلاميې خپريدو ، په افغاني ټولنه کې نوې هيلې راوټوکولې او دغه انګيزه يې پياوړې کړه چې دهيواد دجمهوري رياست نوماندان ملي فکر کوي او هيواد به له بحران او اړو دوړ سره مخامخ نه شي.
سره له دې چې دغو دواړو نوماندانو په ملي معاملو د دوو اغيزمنو شخصيتونو په توګه هغه اعلاميه چې ديوې سالمې سياسي فضا دبرابرولو لپاره  د دوى مفکوره او نظر منعکس کوي؛ لاسليک کړې ده.  خو له بده مرغه داسې نارې سورې اوريدل کيږي  چې ګنې دغه موافقه ليک تخنيکي او حقوقي نيمګرتياوې لري چې کولاى شي په راتلوونکي کې د دواړو انتخاباتي ټيمونو همکاري تر پوښتنې لاندې ونيسي.
البته دغه خبرې په ټيټه کچه او په غير رسمي ډول طرحه کيږي.
خو داکار دافغانستان خلکو ته چې په خپل هيواد کې يې له سياسي ستونزو او لوړو  ژورو  څخه ډک تاريخ يې تير کړى دى؛ کولاى شي د انديښنې سبب وي.
دجمهوري رياست ددغو دواړو نوماندانو په پته دخلکو خبرې څرګندې او روښانه دي . دوى په صراحت سره دا تکي بيانوي چې سياسي ناخوالو په تيره بيا دانتخاباتو دبهير اوږديدو  د هغوى په ژوندانه باندې ناوړې اغيزې کړې دي  او  د  دې کار دوام به سياسي، اقتصادي او ټولنيز حالت بدل کړي او ددغه شان پيښو مسوول به هغه کسان وي چې دغه حساسيتونه يې په پام کې و نه نيول.
دلته دشک ځاى نه شته چې هر سياسي موافقه ليک او سياسي جوړ جاړى په پيل کې خپلې ستونزې او نيمګرتياوې لري او دجمهوري رياست د دواړو نوماندانو ترمنځ وروستى موافقه ليک هم له دې کار څخه بهرنه دى.
خو مهمه خبر داده چې په دغه لاسليک شوي موافقه ليک کې نيمګرتياوې شته چې ديالوګ ، خبرو او تفاهم ته اړتيا لري .
خلک هيله لري چې انتخاباتي ټيمونه دې بايد دغه نيمګرتياوې او ناخوالې د خپلې همکارۍ په لاره کې خنډونه بولي او دهيواد سياسي راتلوونکى مبهمه وښيي، ښه به وي چې دوى په وروستى موافقه ليک کې دتخنيکي نيمګرتياوو دله منځه وړلو په مقصد افغاني فکر وکړي او هغه له افغاني لارو حل کړي.
اوسني نازک او حساس شرايط يواځې په دې کار ټينګار کوي او هغه دا چې دواړه شخصيتونه دافغانستان دخلکو دمشرانو په توګه له هرې ممکنې لارې چې وي؛ ديوبل ترڅنګ ودريږي او هغه څه چې بشپړنه دي؛ په تفاهم ، خبرو او دمتقابل درک او ديوبل په منلو سره حل کړي. ځکه هغه اعلاميه چې دغو دواړو نوماندانو  لاسليک کړې ده؛ پخوا د هغوى د انتخاباتي ټيمونو دخبرو وړ ورځو دسلامشورو زيږنده ده؛ نو هغوى په آګاهانه او مسوولانه ډول هغه لاسليک کړې ده چې نه شي کيداى په دې برخه کې کومه پوښتنه شتون و لري.
په افغانستان کې دحالاتو پيچلتيا نه يواځې زموږ دهيواد خلک بلکې نړيواله ټولنه يې هم انديښمنه کړې ده، ځکه دحالاتو له پيچلتيا څخه نه يواځې دافغانستان خلک بلکې دنورو هيوادونو او مليتونو خلک هم زيانمن کيږي.
هغه څه چې نن ورځ د افغانستان خلکو د انتخاباتو په توګه تجربه کړل، د دوى په هيوادکې له نوې ديموکراسۍ سره دملاتړ څرګندوى دي. دغه راز دغه ديموکراسي دنړيوالې ټولنې دملاتړ پر بنسټ رامنځه شوې ده او طبيعي ده چې نړ يوال به ونه غواړي چې دغه ستر برياليتوب له لاسه ووځي .
دجمهوري رياست نوماندان دې بايد د مطرحو ملي شخصيتونو په توګه هلې ځلې وکړي چې د دې هيواد د مليونونو تنو وګړو هيلې او غوښتنې چې په هيوادکې دانتخاباتو دبهير اوږديدل دوى ځوروي؛ ترسره کړي .
خلک له دغو دواړو څخه دخپلو ټولو انديښنو دله منځه وړولو هيله لري او دا کار په دغو دواړو شخصيتونو پورې اړه لري چې دغې هيلې ته څه ډول ځواب وايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته