ورزش

په هرات کې دفول رزم د ورزشي سياليو پيل.

کابل – باختر د سلواغى دمياشتې ٢٤
په هرات ولايت کې داته څلويښتو مبارزو ترمنځ دفول رزم ورزشي سيالۍ پيل شو.
دفول رزم فدراسيون ددغې رشتې سيالۍ دتنکيو ځوانانو ،ځوانانو او دمولاعلي دميهن دځوانانو،حسينيانواو دفرهنګ ذوالفقارله ټيمونو څخه داته څلويښتو مبارزو په ګډون دحاجي عباس په سيمه کې ترسره شوه.
ددغو سياليو دترسره کولو يو مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغو سياليو دترسره کولو موخه د فول رزم دورزش وده او ددغې ورزش دغوره څيرې ټاکل دي.
ددغو ورزشي سياليو په پاى کې له هرې سني کتګوريو څخه اته غوره ورزشکاران منتخب ټيم ته وټاکل شو.
ديوبل خبرله مخې : په هرات ولايت کې دجوجيتسو فدراسيون پروفيشنل لوبه په لسو وزنونو کې دسلو ورزشکارانو په ګډون دشهيد ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره کړه.
ددغه فدراسيون رييس استاد بصيراحمد آخوندزاده ددغو سياليو دترسره کولو موخه ددغې نوې رشتې قوانينو او مقرراتو سره دورزشکارانو آشنايي پيدا کول دي.
په پاى کې ورزشکاران دورزش د ادارې دمسوولينو او فدراسيون له خوا دستاينې دلوحې دمډالونو په ورکولو سره وستايل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته