کابل باختر د وري دمياشتې ١٥ :
د يونيسف دفتر پرون د کندز د پوهنې له رياست سره د اوو مليونو افغانيو په ارزښت د قرطاسيې مرسته وکړه.
د کندز ولايت د پوهنې رئيس باختر آژانس ته وويل: دغه مرسته د کندز ښار او ولسواليو له ښوونځيو سره شوې ده چې په هغه کې کتابچې، قلم، د ښوونځي بکسونه او د ښوونکو لپاره د اړتيا وړ ضروري شيان شامل دي.
ده وويل: هلې ځلې کوي ترڅو دغه مرسته د کندز په ټولو ښوونځيوکې په منظم ډول په زده کوونکو وويشل شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ