امنیت

د لغمان لپاره د داعش نومول شوى والى دولت ته تسليم شو

کابل/ د وري ٢مه/ باختر د لغمان لپاره د داعش ډلې نومول شوى والى له لسګونو ملګرو سره يې دولت ته تسليم شو. ملا فېروز کله يې چې خپله وسله پر ځمکه کېښوده؛ د هغه څه له امله چې د بېګناه انسانانو د وژنې او د افغانستان د ورانولو لپاره ترسره کړي وو، پېښماني څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به د خپل هېواد په بيا رغاونه او د امنيت په تامين کې هلې ځلې وکړي. هغه زيات کلونه د هېواد په ختيځ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و. د لغمان والي آصف ننګ باختر آژانس ته وويل چې د لغمان لپاره د داعش ډلې نومول شوى والي ملا فېروز له خپلو ٣٠ افرادو سره وسلې پر ځمکې کېښودې دولت ته تسليم شول. هغه له ټولو جګړه مارانو څخه وغوښتل چې له ورانکارۍ څخه دې لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي. ننګ وويل: هلې ځلې کوي چې تسليم شويو جګړه مارانو ته د کار زمينه برابره کړي. د لغمان د ملي امنيت رييس جنرال غلام حيدر رحمانزوى وايي چې د لغمان لپاره د داعش نومول شوى والي او د هغه ملګرو لسګونه سپکې او درندوې وسلې دولت ته سپارلې دي. ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته