ټولنه

د مزارشريف په لويه لاره کې د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
دکابل – مزارشريف د لويې لارې په اوږدوکې نن سهار د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او څه ناڅه پنځلس تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د تيلو د ټانک په درې لارې کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافروړونکى بس موټر له يو ټيلر سره ټکر وکړ.
د پروان ولايت د ترافيکو يو مسوول محمد يونس باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې پنځه تنه ووژل شول او څه ناڅه پنځلس تنه نور ټپيان شول.
ده د بس د موټر چلوونکى ګړنديتوب او بې احتياطي د دغې ترافيکي پيښې اصلي علت وباله.
په همدې حال کې د پروان ولايت د عامى روغتيا رييس ډاکترمحمدقسيم سعيدي د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته